کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي توکي چې له سلو ښکته کالوري لري

هغه خوراکي توکي چې له سلو ښکته کالوري لري

د خوړو انتخاب او په هغې موجوده کالوري د انسان د وزن په کموالي او زیاتوالي کې مهم رول لوبوي. دا چې تر ډېره سالم پاتې شو، نو اړینه ده چې په خوراک کې د کالورۍ کچې او د بدن اړتیا ته پام وکړو.

د روغتیاپالانو پر وینا، کالوري د وزن په کمولو او زیاتولو کې رغنده رول لوبوي او د زیاتې کالورۍ لرونکي خواړه د چاغښت په ګډون د ډیرو ناروغیو لامل ګرځي، خو د لږې کالورۍ لرونکي خواړه تر ډېره طبیعي او صحي وي، چې د اوږد عمر او روغتیا لپاره اړین وي.

مڼه:
یوه دانه مڼه ۶۲ کالوري لري، مڼه لږه کالوري او په مغذي موادو کې بډایه ده، مڼه په ویټامین سي، فایبر، پوتاشیم او انټي اکسیډنټ شتمنه مېوه ده، چې د لوږې وخت کې هم ګټور وي.

برکولي:
په یو خوراک برکولي کې ۵۴ کالوري وي او د انسان بدن د اړتیا وړ ویټامین سي پوره هم ورځنې ترلاسه کېږي، بروکولي په مغذي موادو کې بډایه ده او ډېر وخت د سلاد په توګه کارول کیږي.

ځمکي توت:

یو خوراک ځمکي توت ۵۳ کالوري لري. ځمکي توپ د وینې کمښت هم له منځه وړي او د یو ځانګړي پروټین د شتون له امله بې شمېره روغتیايي ګټې هم لري او د لوږې احساس ورکوي.

بند گلپي:
یو دانه بند ګلپي ۲۲ کالوري لري په داسې حال کې چې دا سبزي د روغتیا لپاره خورا ګټوره ده.

بادرنګ:
یو بشپړ بادرنګ ۲۸ کالوري لري. بادرنګ د سلاد یا ډیټوکس اوبو په توګه کارول کیږي، چې خېټه ژر ډکوي او د بدن اوبه پوره ساتي.

هګۍ:
هګۍ د صحي خوړو څخه ګڼل کیږي، چې په اړینو مغذي موادو بډایه وي، یوه غټه هګۍ ۷۲ کالوري، ۶ ګرامه پروټین او په زیاته اندازه ویټامینونه او منرالونه لري، همدارنګه د نورو کم کالوري خوړو په څېر د هګیو استعمال هم اشتها کموي.

پالک:
پالک په کلسیم او اوسپنې بډایه سبزي ده، چې کارول یې د وینې کمښت له منځه وړي، د پالک یو خوراک کې یوازې 7 کالوري وي او په زیاته اندازه د پروټین له امله د خوراکي توکو پوهان د هغې د استعمال سپارښتنه کوي.

شمله مرچک:

شمله مرچک عموماً د ترکارۍ یا سلاد په بڼه خوړل کېږي او په یو خوراک کې (۹۲ ګرامه) کې ۲۴ کالورس لري او ترڅنګ یې ویټامین سي او انټي اکسیدنټ هم لري.

دا هم ولولئ

پنځه هغه لارې چارې چې له حساسیت څخه مو ساتي

حساسیت یوه داسې ناروغي ده چې کوم ځانګړی موسم نلري، بلکې هر وخت پېښېدلی شي. …