کورپاڼه / روغتيا / د بادرنګو استعمال څه وخت ستونزې راولاړوي؟

د بادرنګو استعمال څه وخت ستونزې راولاړوي؟

بادرنګ، چې په هر موسم کې په اسانۍ سره موندل کېږي او د سلاد په بڼه کارول کېږي، د بدن اوبه پوره ساتي او په منظم ډول یې استعمال بې شمیره حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري.

د خوراکي توکو پوهانو پر وینا، بادرنګ لږه کالوري لري خو په نورو منرالونو او ویټامینونو بډایه سبزي ده. یو برابر بادرنګ ۳۰ کالوري، صفر ګرامه غوړ، ۶ ګرامه کاربوهایډریټ، ۳ ګرامه پروټین، ۲ ګرامه فایبر، ۱۰ سلنه ويټامين سي، ۵۷ ويټامين کی، ۹ سلنه مګنيزيم، ۱۲ سلنه پوتاشيم او ۹ سلنه میګنيز لري.

د خوراکي توکو پوهانو وایي، بادرنګ په فایبر او مګنیزیم بډایه دی او دا دواړه غذایي توکي د وینې لوړ فشار په کابو کولو کې مرسته کوي. دغه راز د نوکانو او ویښتو لپاره هم خورا ګټور وي.

بادرنګ ۹۵ سلنه اوبه لري، نو ځکه خو د بدن اوبه پوره ساتي او د مالګې کمښت له منځه وړي. که له ډوډۍ وروسته بیا د لوږې احساس کوئ، نو د بادرنګو خوړل تر ټولو غوره انتخاب دی، خو په یاد ولرئ چې بادرنګ متیازې راوستونکې غذا هم ده، چې زیات استعمال یې خوب خرابوي.

د شپې له ویده کیدو مخه هم د زیاتو اوبو استعمال د طب او خوراکي توکو پوهانو لخوا منع شوی دی، د کارپوهانو په وینا د شپې لخوا د بادرنګو خوړل یوازې یو زیان لري او له دې پرته یې هر وخت خوړلی شئ.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …