کورپاڼه / روغتيا / سکرین یا موبایل ډېر کارول د مغزي سکتې سبب کېږي

سکرین یا موبایل ډېر کارول د مغزي سکتې سبب کېږي

په اوسني عصر کې چې موبایل، کمپیوټر او نور توکي د ژوند اړتیا ګرځېدلې، خو دې اړتیا په یو ناوړه عادت هم اخته کړي یو، یعنې د موبایل، کمپیوټر، تلویزون او دېته ورته نور توکو استعمال ډېر شوی، چې زموږ ذهني او بدني روغتیا اغېزمنه کړې ده.

د همدې عادت په شبب د ملا او ورمېږ دردونه، چاغوالی، د سترګو تکلیف، نا آرامي او د بې شمېره ناروغیو خطر ډېر شوی او اوس یوې نوې څېړنې موندلې چې سکرین ته ډېر وخت تېرول د مغزی سکتې یا فلج خطر ډېروي.

څېړنه وایي، که چېرته د سکرین مخ ته د کېناستو په وخت کې یو ساعت زیاتوالی هم راشي نو د انسان عمر تر دوه ویشت دقیقو پورې کموي او ترڅنګ یې د فلج، زړه او سرطان په ناروغیو د اخته کېدو خطر هم ډېروي.

په بریتانیه کې د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې موندل شوې، چې په پرلپسې ډول له دوو ساعتونو ډېر وخت موبایل، کمپیوټر یا تلویزون ته تېرول د فلج ناروغۍ خطر ډېروي.

د دې لپاره اړینه ده چې د کار پرمهال وقفې واخلو، ورزش وکړو، فعال ژوند ولرو، د سکرین وخت کم کړو، سهار یا ماښام په چکر ووځو او یوګا کول هم خورا ګټور وي.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې په ژمي کې د پوستکي له سپوروالي ځان وژغورو؟

په ژمي کې د پوستکي سپوروالی یوه ډېره عامه ستونزه ده، چې د دې ستونزې …