کورپاڼه / خبرونه / میرویس اشرف د کرکټ بورډ د عمومي رییس ټاکل کېدو وروسته په لومړي ځل له خپلې پاڼې پوسټ کړی
میرویس اشرف

میرویس اشرف د کرکټ بورډ د عمومي رییس ټاکل کېدو وروسته په لومړي ځل له خپلې پاڼې پوسټ کړی

د افغانستان کرکټ بورډ نوي عمومي رییس میرویس اشرف د خپل ټاکل کېدو وروسته په لومړي ځل له خپل رسمي اکاونټ څخه پوسټ کړی دی او د (مننه او کورودانی) سرلیک یې ورکړی دی.

نوموړی چې د ملي لوبډلې لوبغاړی هم پاتې شوی دی، په خپل پوسټ کې لیکلي: ((په پیل کې باید د افغانستان له دروند او شریف ولسه د زړه له تله مننه وکړم چې د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي مشر په توګه یې زما له ټاکل کېدو تود هرکلی وکړ او د دغه ستر مسوولیت د راسپارل کېدو په تړاو یې د زړه له تله خوښي څرګنده کړه. همدارنګه د ا.ا.ا له دروند مشرتابه او ټولو مشرانو په خورا درنښت مننه کوم چې پر ما یې د دغه ستر مسوولیت د غوره ترسراوي په ډګر کې اعتماد وکړ او د یاد دروند مسوولیت لپاره یې وړ وبللم.))

هغه زیاتوي: ((هېره دې نه وي چې افغان اتلانو هم زما پر ټاکل کېدو ځانګړې خوشحالي څرګنده کړې او راته یې په ښه توګه د دغه ستر مسوولیت د پر مخ وړلو په موخه نېکې هیلې وړاندې کړې دي. باید ووایم چې ماته د دې دروند مسوولیت راسپارل کېدل کوم امتیاز یا ونډه نه ده، بلکې لومړیتوب به مې دا وي چې خپل مسوولیتونه په ښه توګه وپېژنم او په ډېر غوره ډول یې پر مخ یوسم. له دې وړاندې مې هم د هېواد لپاره د ملي لوبغاړي، د غوراوي کمېټې د مسوول او نورو اړوند ډګرونو کې د خپل وس هغومره مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړي چې انشاءالله خپل اوسنی مسوولیت به هم په ډېر احسن ډول پر مخ یوسم.))

میرویس اشرف په خپل پوسټ کې مخکې لیکي: ((له شک پرته افغان کرکټ ته مخ پر وړاندې ځینې ستر مسوولیتونه او ننګونې پرتې دي چې د غوره او نېکو مشورو، کړنو او لاسته راوړنو په پایله کې به یې په ډېرې ځېرکتیا او سیستماتیک ډول حلوم او یادې ننګونې به پر فرصتونو او بیا د افغانستان لپاره پر ویاړونو بدلې کړم.))

هغه همدا راز لیکي: ((دغه راز به د افغانستان کرکټ بورډ له محترم اجراییه رییس سره په ګډه همغږۍ او همکارۍ ټول اداري او تخنیکي اړخونه د بریا تر هغو څوکو رسوو چې د افغانانو هیلې ورپورې تړلې دي او هیله من یم چې ګام په ګام به داسې لاسته راوړنې ولرو چې ستاسو د ټولو او ګران هېواد لپاره پکې خواږه زېري پراته وي.))

میرویس اشرف په پای کې لیکي: (( په پای کې یو ځل بیا له تاسو ټولو درنو سره ژمنه او تعهد کوم چې هیڅکله به هم داسې کوم ګام پورته نه کړم چې د هېوادوالو او د ګران افغانستان د ناراضۍ لامل شي، بلکې هغه څه به راته لومړیتوب ولري چې پکې زموږ ویاړونه، ارزښتونه، د هېوادوالو خوښۍ، د ادارې برم او عزت او د لوبغاړو درنښت پروت وي.))

دا هم ولولئ

پاکستان په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په اولې ټیسټ لوبه …