کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ټي ټين لسمه لوبه ټیم ابوظهبۍ وګټله

د ټي ټين لسمه لوبه ټیم ابوظهبۍ وګټله

د ټي ټین په لسمه لوبه کې یوازې یو افغان لوبغاړی سمیع الله شینواری ولوبېده، هغه یو اور کې ۲۲ منډې ورکړې او لوبه ټیم ابوظهبۍ وګټله.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۹مه لوبه د چینای بریویس او دکن ټیم ابوظهبۍ لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې د ټیم ابوظهبۍ د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

چینای بریویس لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې وکړې، چې له ډلې یې بهانکا راجاپاکسا ۵۴، انجیلو پریرا ۳۲ او داسن شانکا ۲۳ منډې وکړې. د ټیم ابوظهبۍ لخوا احمد دانیال او شیلدن کوتریل دوه-دوه او ډیویډ ویسا یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د ټیم ابوظهبۍ لوبډلې د ۱۳۲ منډو هدف د دوه لوبغاړي په سوځېدو په وروستي اور کې ترلاسه کړ او چینای بریویس لوبډلې ته یې په اتو ویکټو ماتې ورکړه.

د ټیم ابوظهبۍ لپاره پال سالټ ۶۲ او پال سټرلینګ ۴۴، لیام لیونګسټون ۲۴ منډې وکړې، د چینای بریویس لخوا مارک دیال او کریټس کمفیر یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د لنکا لیګ اوومه لوبه د ګربز لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ اوومه لوبه کې رحمان الله ګربز بیا ونه چلېده، یوازې ۸ منډې …