کورپاڼه / خبرونه / رحمان الله ګربز د انګلستان لوبغاړو معین علي او عادل رشید ته پښتو ورزده کوي
معین علي، رحمان الله ګربز او عادل رشید

رحمان الله ګربز د انګلستان لوبغاړو معین علي او عادل رشید ته پښتو ورزده کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی رحمان الله ګربز د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مشهورو لوبغاړو معین علي او عادل رشید ته هم د پښتو څو ټکي ورزده کړي دي.

کرکټ چې د نړۍ یوه مشهوره لوبه ده، د افغان کرکټرانو له ورتګ وروسته پکې د پښتو ژبه هم نړۍ ته ښکاره شوې ده او اوس د نړۍ ځینې مشهور لوبغاړي هم د پښتو ژبې کلمې زده کوي.

رحمان الله ګربز چې اوسمهال د ابوظهبي په ټي ټین لیګ کې لوبېږي، یوه کوچنۍ ویډیو یې خپره کړې ده، چې پکې له انګلستاني مسلمان کرکټرانو معین علي او عادل رشید سره لیدل کېږي.

هغه په پښتو کې له دوی سره خبرې کوي او داسې ښکاري چې د پښتو ژبې څو کلمې یې دغه دواړو لوبغاړو ته هم ورزده کړي دي، همدا راز هغوی د پښتو سره د خپلې مینې خبره هم کوي.

د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې بیا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل پر مهال مشهورې اداکارې او د کنګز الیون پنجاب لوبډلې مالکې پریټي زنټا ته د پښتو ځینې کلمې ورزده کړې وې، چې د هغوی د پښتو خبرو څو ویډیوګانې هم په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې وې او پریټي زنټا د پښتو زده کولو په اړه ټویټونه هم کړي و.

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …