کورپاڼه / هنر او کلتور / د روهیت شیټي لومړنی معاش څومره و؟

د روهیت شیټي لومړنی معاش څومره و؟

مخکښ هندي فلم جوړونکي روهیت شیټي د بالیووډ صنعت کې د خپل کیریر پیلولو لپاره د خپلو هڅو او د لومړي معاش په اړه خبرې کړي.

روهیت شیټي په یوه تازه مرکه کې په بالیووډ کې د خپل کیریر په اړه په ویلي، په حقیقت کې دا یو اسانه سفر نه و، خلک فکر کوي چې زه له فلمي صنعت څخه یم، نو زما لپاره به اسانه وي.

هغه ویلي، کله چې یې کیریر پیل کړ، نو هغه وخت یې یوازې ۳۵ روپۍ ګټلې او په سخته ګرمۍ کې به یې شاوخوا دوه ساعته مزل کاوه، چې په همدې سبب به کله له سفر پاتې کېده او کله به یې خوراک نه کاوه.

هغه زياته کړې چې کورنۍ يې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه او د اوسېدو لپاره يې کور نه درلود او پر وینا یې چې نيکه یې په دايسر کې اوسېده، چې ډېر ترې لېرې و.

د روهیت شیټي پر وینا چې په پیدل تګ سره په ټولو لارو بلد و او اوس هم موټروان ته وایي چې په دې لار ځه، په هغې مه ځه، چې په دې سره موټروان هم حیران دریان راته ګوري.

دا هم ولولئ

د سلمان خان خورزه هم فلمونو ته د راتګ لپاره چمتو ده

د هندي سینما یا د بالیووډ ستوري سلمان خان د کورنۍ یو بل غړی هم …