کورپاڼه / هنر او کلتور / د اجي دیوګن اصلي نوم څه دی او ولې یې بدل کړ؟

د اجي دیوګن اصلي نوم څه دی او ولې یې بدل کړ؟

د هندي سینما یا بالیووډ مخکښ اداکار اجی دیوګن اصلي نوم ویشال دیوګن دی، هغه په بالیووډ کې د کیریر له پیلېدو سره سم، کله چې یې لومړی فلم ریلیز کاوه، نو خپل نوم یې (اجی) ته واړوه.

اجی دیوګن په بالیووډ کې له (پول او کانټی) فلم څخه خپل کیریر پیل کړ، چې یاد یې تر اوسه پورې د مینه والو په ذهن کې تازه د مینه والو په ذهنونو کې تازه دی.

د هندي رسنیو د راپورونو پر اساس، اجی دیوګن په یوه پخوانۍ مرکه کې ویلي دي چې د هغه اصلي نوم ویشال دیوګن دی او نږدې ملګري یې اوس هم په هماغه نوم یادوي.

اجی دیوګن د نوم بدلولو د لامل په څرګندولو سره ویلي دي، کله چې هغه په بالیووډ کې کیریر پیلوو، نو هغه وخت دوه تنه نور هم د ویشال په نوم و، چې فلمي صنعت کې یې کار کاوه.

هغه دا هم ویلي دي، پرته له دې چې نوم بدل کړي، بله کومه لاره یې نه درلوده ځکه دا وېره ورسره وه ترڅو په دې ګڼه، ګوڼه کې چېرته ورک نشي.

دا هم ولولئ

عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه بخښنه غوښتې

د بالیووډ مسټر پرفیکشنیسټ عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه …