کورپاڼه / خبرونه / مجیب الرحمان د میرویس اشرف په اړه: د افغانستان د کرکټ ټولې ستونزې او د حل لارې ورمعلومې دي
مجیب الرحمان او میرویس اشرف

مجیب الرحمان د میرویس اشرف په اړه: د افغانستان د کرکټ ټولې ستونزې او د حل لارې ورمعلومې دي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان یو ځل بیا د ملي لوبډلې مخکیني لوبغاړي میرویس اشرف ته د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس په ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده او ویلي یې دي چې هغه ته د کرکټ ټولې ستونزې او د حل لارې ورمعلومې دي.

میرویس اشرف پرون په خپله هم یو پوسټ کړی و، چې د کرکټ بورډ د عمومي رییس په توګه د ټاکل کېدو په اړه یې خبرې کړې وې او له ټولو یې مننه او کورودانی هم کړی و.

مجیب الرحمان د هغه په اړه په خپل فېسبوک کې لیکلي: ((ښاغلی میرویس اشرف د افغانستان د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ د مشر په توګه ګمارل نېک اقدام دی. میرویس اشرف چې خپله د کرکټ لوبغاړی و، د افغانستان د کرکټ ټولې ستونزې او د حل لارې ور معلومې دي. په دې هیله چې زموږ په د ویاړلي اداره کې اصلاحات راولي. میرویس اشرف ته بیا هم د دې ستر مسؤلیت مبارکي وایم او په چارو کې یې بریا غواړم.))

همدا راز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکیني کپتان او لوبغاړي ګلبدین نایب هم نوموړي ته مبارکي ورکړې ده او په خپل یو ټویټ کې یې د هغه په اړه لیکلي دي: ((ښاغلي میرویس اشرف نن به رسمي ډول د کریکټ بورډ د رئیس په توګه خپله دنده پیل کړه، پل یې بختور او په چارو کې ورته د ډیرو بریاوو هیله کوم!))


د یادولو وړ ده چې د میرویس اشرف په ټاکنه د مخکیني عمومي رییس عزیزالله فضلي له خوا ځینې ستونزې هم راولاړې شوې وې، خو وروسته بیا دا هر څه حل شول او میرویس اشرف په رسمي ډول د افغانستان کرکټ بورډ ته د عمومي رییس په توګه ورمعرفي شو.

دا هم ولولئ

پاکستان په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په اولې ټیسټ لوبه …