کورپاڼه / کرکټ / ګوتم ګمبیر د هند پر پخواني روزونکي روي شاستري نېوکې کړي

ګوتم ګمبیر د هند پر پخواني روزونکي روي شاستري نېوکې کړي

د هند لوبډلې پخواني لوبغاړي او ګوتم ګمبیر د هند پر پخواني مشر روزونکي روي شاستري نیوکې کړي او ویلي یې دي چې هغه تل طنزیه څرګندونې کوي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، په یوه تازه مرکه کې کله چې له ګوتم ګمبیر څخه د مشر روزونکي په توګه د روي شاستري د نیمګړتیاوو په اړه پوښتنه وشوه، نو هند ګمبیر په بهرنیو سیالیو کې د هند له سترې بریا وروسته د هغه پر څرګندونو نیوکې وکړې.

ګوتم ګمبیر ویلي، یو شی چې یې زه حیران کړم هغه دا دی کله چې تاسو ښه لوبه کوئ، نو معمولاً په دې ویاړ نه کوئ، که نور یې په اړه څرګندونې وکړي، نو ښه ده. هغه زیاتوي، کله چې په ۲۰۱۱ کال موږ نړیوال جام وګاټه نو هیچا ونه ویل چې زموږ لوبډله د نړۍ غوره لوبډله ده.

د هند پخواني لوبغاړي د روي شاستري په روزونه نیوکه کړې او ویلي یې دي، کله چې تاسو لوبه ګټئ، نو پرېږدئ چې نور یې په اړه خبرې وکړي، تاسو په اسټرالیا کې بریا ترلاسه کړه، په دې کې شک نشته چې دا یوه لویه لاسته راوړنه وه، تاسو په انګلستان کې وګټله، ښه لوبه مو وکړه، په دې کې شک نشته خو نورو ته اجازه ورکړئ چې ستاينه یې وکړي.

هغه دا هم ویلي، اوس د لوبډلې روزونکی راهول ډراویډ دی او هیڅکله به ترې دا ډول څرګندونې ونه اورئ. که هند ښه لوبه وکړي یا نه، د ډراویډ څرګندونې به تل متوازن وي. ګمبیر زیاته کړې، عاجزي ډېره مهمه ده، که ښه لوبه کوئ یا خرابه، کرکټ تل ښه نه وي او ډراویډ به دا هڅه کوي چې له لوبغاړو ښه انسانان جوړ کړي.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …