کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: په ژمي کې د زړه د حملو امکانات ډېر وي

څېړنه: په ژمي کې د زړه د حملو امکانات ډېر وي

په اوسني وخت کې د مړینې تر ټولو لوی لامل د زړه حمله ده. د زړه حمله بېلابېل عوامل لري چې د زړه ضربان درېدل یې خطر نور هم زیاتوي او ترڅنګ یې په تشخیص کې ځنډ کول هم د مړینې خطر ډېروي.

خو په دې کې موسمي بدلونونه هم مهم عنصر دی، یعنې د موسم بدلون هم د زړه د حملې سبب کېږي. د څېړونکو په اند د ژمي موسم یو داسې موسم دی چې په دې کې د زړه حملې ډېرېږي.

د ژمي موسم چې د تنفسي یا وایروسي ناروغیو سبب کېږي، د تودوخې په ښکته کېدو سره د زړه حملو کچه هم ډېروي. د زړه حمله چې یوه جدي ناروغي ده د ژوند په هره برخه کې ورته اختیاطي تدابیر نېول اړین وي.

روغتیاپالان وایي، چې په ژمي کې مناسب لباس واچوئ، ځکه چې د ژمي د سوړ موسم په سبب د ناروغیو امکانات ډېرېږي. دغه راز ورزش هم اړین دی، که له کوره بهر شوني نه وي نو په کور کې یې ترسره کړئ.

روغتیاپالان زیاته کړې، په بدني ډول متحرک اوسېدل او ورزش کول دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د بدن تودوخه برابره ساتي، نو ځکه د بېلابېلو ورزشونو لارښوونه کوي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …