کورپاڼه / خپلواک / محمد نبي: ډاډمن یم چې میرویس اشرف د افغانستان کرکټ د ښه والي لپاره به اغیزمن ګامونه پورته کوي
میرویس اشرف

محمد نبي: ډاډمن یم چې میرویس اشرف د افغانستان کرکټ د ښه والي لپاره به اغیزمن ګامونه پورته کوي

د افغانستان ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر محمد نبي ډاډ څرګند کړی، چې میرویس اشرف به د افغانستان کرکټ د ښه والي لپاره به اغیزمن ګامونه پورته کوي.

محمد نبي د کرکټ بورډ اوسني سرپرست مشر میرویس اشرف ته د یاد مسولیت مبارکي ویلې:((ګران ملګري میرویس اشرف ته دې د افغانستان کرکټ بورډ د سرپرست عمومي رییس په توگه ټاکل کيدل، مبارک وي. ))

نوموړي زیاته کړې:((ښاغلی میرویس اشرف د وخت ښه لوبغاړی او ددې هیواد ویاړلی ځوان دی. ډاډمن یم چې د افغانستان کرکټ د لاښه والي لپاره به اغیزمن گامونه پورته کوي.))

محمد نبي د کرکټ بورډ اوسني مشر میرویس اشرف ته، چې تېره ورځ یې په کرکټ بورډ کې خپله دنده پیل کړه، د بریاوو په هیله څرګنده کړې ده.

د یادولو وړ ده چې د میرویس اشرف په ټاکنه د مخکیني عمومي رییس عزیزالله فضلي له خوا ځینې ستونزې هم راولاړې شوې وې، خو وروسته بیا دا هر څه حل شول او میرویس اشرف په رسمي ډول د افغانستان کرکټ بورډ ته د عمومي رییس په توګه ورمعرفي شو.

دا هم ولولئ

کشمش په دې طریقه لامده او استعمال کړئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

کشمش یا مویز، چې له وچو انګورو څخه لاسته راځي، د طبیعي خوږلت یوه مهمه …