کورپاڼه / روغتيا / ګازرې د کوم کسانو لپاره زیانمنې وي؟

ګازرې د کوم کسانو لپاره زیانمنې وي؟

د ژمي د موسم غوره سبزي ګازرې که له یوې خوا د روغتیا لپاره خورا ګټورې وي، خو د هر چا لپاره یې استعمال ښه نه تمامېږي. د خوراکي توکو کارپوهانو په اند، ګازرې د بې شمېره ویټامینونو، فایبرو او انټي اکسیدنټ لرونکې وي، خو د هر چا لپاره مناسب نه ګڼل کېږي.

د خوراکي توکو پوهانو پر وینا، دا موسمي سبزي د ماشومانو، بوډاګانو او ځوانانو په ګډون د هر چا د استعمال وړ ده، خو د هغه کسانو لپاره چې د شکرې یا چاغوالي ستونزې لري، هغوی د ګازرو یا د ګازرو جوس له استعمال څخه په کلکه منع دی.

دوی زیاتوي، ګازرې د انټي اکسیډنټ ځانګړتیاوې نه یوازې د انسان په بدن کې زیانمنې شويحجرې ترمیموي، بلکې د شکرې او چاغښت ناروغانو لپاره د روغتیا د خرابوالي هم لامل کیدی شي.

روغتیایي کارپوهان وايي چې ګازرې د ویټامین بي، ای او اي په ګډون ډېر طبیعي او ګټور غذايي مواد لري، چې د انسان د روغتیا لپاره خورا مهم دي، خو په طبیعي ډول خوږلت او کالوري هم لري چې د شکرې او چاغښت ناروغانو لپاره زیانمن وي.

روغتیاپالان او د خوراکي توکو پوهان وايي، هغه کسان چې د زیات وزن، شکرې، د معدې کمزورۍ او کولمو په ناروغۍ اخته وي، هغوی دې نه یوازې د ګازرې له خوړلو ډډه وکړي، بلکې جوس دې هم نه څښي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …