کورپاڼه / روغتيا / د ماهیانو ډېر استعمال څه زیانونه لري؟

د ماهیانو ډېر استعمال څه زیانونه لري؟

هسې خو د ماهي غوښه د کال په ټولو موسمونو کې خوړل کیږي خو د ژمي په پیلیدو سره د ماهیانو تقاضا ډیریږي او د بې شمیره روغتیايي ګټو له امله روغتیاپالان هم د ماهي د غوښې استعمال سپارښتنه کوي.

د خوراکي توکو کارپوهانو په اند، د ماهي غوښه د سپینې غوښې له جملې څخه ده، چې په جوړښت کې یې ګټور مواد لکه پروټین، آیوډین، سیلینیم، زنک، ویټامین ډي او ویټامین بي۱۲ شتون لري.

د خوراکي توکو کارپوهان زیاتوي، ماهي د لومړنيو غذايي موادو لکه اوميګا تري څخه بډايه دی، نو په همدې اساس بايد په اوونۍ کې لږ تر لږه دوه ځله وخوړل شي او که ویټامین ډي ته اړتیا لرئ نو هم د ماهي غوښه درته ګټوره تمامېږي.

که څه هم د ماهي خوړل خورا ګټور وي، خو زیات استعمال روغتیايي ستونزې پیدا کولی شي. د کارپوهانو په وینا په نړۍ کې په سمندرونو او سیندونو کې ککړتیا ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو ده، نو ځکه خو یې د ماهیانو ګټې هم اغېزمنې کړي.

لکه څنګه چې د هر خوراک ډېر استعمال زیانمن وي، همدغه ډول د ماهیان ډېر استعمال هم ګټور نه وي. همدغه ډول په اوونۍ کې له ډېر ځلو استعمال یې هم زیانمن تمامېږي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …