کورپاڼه / هنر او کلتور / د پریانکا چوپړا مور د خپلې لور د طلاق آوازې چټیاټ وبللې

د پریانکا چوپړا مور د خپلې لور د طلاق آوازې چټیاټ وبللې

تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د پریانکا چوپړا او نیک جونس د طلاق راپورونه خپاره شول، خو اوس د یادو راپورونو په تړاو د هغې مور غبرګون وښوده.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د پریانکا چوپړا مور مدهو چوپړا د هغې د لور او نیک جونس د طلاق آوازې چټیاټ وګڼلې.

مدهو چوپړا ویلي دي، چې دا ډول غلط راپورونه او بې بنسټه آوازې مه خپروئ، دا چې پریانکا له ټولنیزې رسنۍ د نیک جونس لېرې کړی، نو مطلب یې دا نه دی چې هغه یې له ژوند څخه هم ایستلی دی.

د یادونې وړ ده، چې پریانکا چوپړا په ټولنیزه رسنۍ انستاګرام خپل نوم له پریانکا نیک جونس څخه پریانکا چوپړا ته اړولی دی.

چې له دې وروسته پر ټولنیزو رسنیو داسې آوازې خپرې شوې، چې د هغې او نیک جونس ترمنځ طلاق واقع شوی، خو تر اوسه پورې په دې اړه دواړو هنرمندانو څه نه دي ویلی.

دا هم ولولئ

امریکایي اداکارې لینډسې لوهان له خپل مسلمان ملګرې سره واده وکړ

امریکايي اداکارې لینډسې لوهان د ګډ ژوند د ملګري توګه د خپل مسلمان ملګري په …