کورپاڼه / کرکټ / بنګله دېش ولې پاکستان ته د لوبلړۍ له ګټلو وروسته ټرافي یا جام ور نکړ؟

بنګله دېش ولې پاکستان ته د لوبلړۍ له ګټلو وروسته ټرافي یا جام ور نکړ؟

د بنګله دېش کرکټ بورډ د شل اوریزه لوبلړۍ له ګټلو وروسته پاکستان ته ټرافي یا جام ور نکړ، دا چې ولې یې ور نکړ، په دې تړاو یاد کرکټ بورډ اعلامیه خپره کړه.

کله چې پاکستانۍ لوبډلې بنګله دېش ته پخپل کور کې ۳-۰ ماتې ورکړه، نو بنګله دېش ورته ټرافي ور نکړ، چې په دې کار پاکستاني لوبغاړي ډېر حیران شول، خو اوس د بنګله دېش کرکټ بورډ په دې تړاو وضاحت ورکړ.

د بنګله دېش کرکټ بورډ ویاند ویلي دي، چې د شل اوریزې لوبلړۍ ټرافي د ټیسټ لوبلړۍ وروسته ورکوي، ځکه چې دا ټرافي د بنګله دېش کرکټ مشر پخپل لاس ورکوي، خو اوس هغه نشته.

دغه راز هغه دا هم د بنګله دېش د بورډ غړي او مالي ملاتړي اوسمهال د کورونا د بندیزونو په سبب نشي کولی، چې پاکستان ته ټرافي ورکړي، نو کله چې ټیسټ لوبلړۍ پای ورسېده نو دواړه ټرافیانې به ورکړي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان د درېیو شل اوریزو لوبو په لړۍ کې بنګله دېش کلین سوېپ کړ، خو په یاده لوبلړۍ کې شاهین افریدی د بداخلاقۍ په سبب جریمه او حسن علي ته خبرداری ورکړل شو.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …