کورپاڼه / جالب / د تندر نېونې په اړه د بېلابېلو ټولنو باورونه

د تندر نېونې په اړه د بېلابېلو ټولنو باورونه

د سپوږمۍ تندر نېونې یا خسوف په اړه علمي دلیل دادی، کله چې د لمر او سپوږمۍ ترمنځ ځمکه واقع شي او د ځمکې سیوري پر سپوږمۍ پرېوځي، نو دېته د سپوږمۍ تندر نېونه یا خسوف وایي. خو د سپوږمۍ خسوف او په دې اړوند ګڼ نور په زړه پورې خرافات زموږ په ټولنه کې اورېدل کېږي، چې دلته به ترې یادونه وکړو.

زموږ په ټولنه کې خلک په دې باور دي، که چېرته د خسوف پرمهال سپوږمۍ ته وکتل شي، نو د سترګو دید ختموي. په هند کې خلک په دې باور دي چې په دې دوران کې خوراک، څښاک ښه نه وي، ځکه خواړه خرابېږي او بدهضمي پیدا کوي.

هندیان د خسوف پرمهال خپل خواړه د ریحان یا کشمالي په پاڼو پټوي او له خرابېدو څخه یې ساتي. که څه هم دوی خسوف ښه نه ګڼي خو له ګناهونو د پاکېدو وخت یې بولي او په دې وخت کې غسل کوي.

دغه راز هند په ګډون پاکستان او شاوخوا سیمو کې د خسوف پرمهال په کور دننه پاتې کېږي او بهر راوتل یې د ماشوم لپاره ښه نه بلل کېږي او دا هم وایي چې په دې دوران کې دې چاقو او نور تېره شیان په لاس کې نه اخلي، ځکه که داسې وکړي، نو پر ماشوم به یې داغونه وي.

د سویلي امریکا خلک وایي چې سپوږمۍ او لمر ورونه دي او د خسوف مطلب دادی چې یو ورور بل ورور ایسته غورځولی او د تبت خلک بیا وایي چې په دې دوران کې ناوړه عملونه څو برابره ډېرېږي، خو باید ووایم چې دا ټول له ځان جوړ شوي خرافات دي، هیڅ ساینسي ثبوت نلري.

دا هم ولولئ

امریکایي میرمنې په پښه کې د مېخ په تلو لس میلونه ډالر تاوان اخیستی

د ایټالیې یوې محکمې په یاد هېواد کې د امریکایي میرمنې اپریل جونس په شکایت …