کورپاڼه / جالب / یوې مصري جوړې د عمرې ادا کولو لپاره له مصر څخه مکې ته په موټر سایکل سفر کړی

یوې مصري جوړې د عمرې ادا کولو لپاره له مصر څخه مکې ته په موټر سایکل سفر کړی

د مصر د طنطا ښار اوسیدونکې یوې جوړې، یعنې ښځې او خاوند د عمرې د ادا کولو لپاره مکې مکرمې ته په موټر سایکل تللي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د مصر اوسیدونکی عمر ابو دادنی ویلي دي چې هغه د ماشومتوب راهیسې له موټر سایکلونو سره مینه لري او له هماغه راهیسې یې چلوي هم.

نوموړی زیاته کړې ده، چې د دې شوق لپاره یې د هغه کسانو ویډیوګانې کتلي، چې هغوی د موټر سایکل چلولو شوق درلود او له هغې وروسته یې د موټر سایکل اخیستلو پرېکړه وکړه.

راپور زیاتوي چې عمر او میرمنې یې (الجنزوري) دواړو د عمرې د ادا کولو لپاره خپل شوق هم وپاله او په موټر سایکل د مصر د طنطا ښار څخه د سعودي تر ینبع پورې په اته څلویښت ساعتونو کې (۱۲۰۰) کیلومیتره سفر وکړ.

دوی زیاتوي چې د مصر او سعودي عربستان ترمنځ د ځمکنۍ لارې د نه شتون په سبب یې په کښتۍ کې هم سفر کړی دی.

دا هم ولولئ

هغه مشهور موږک مړ شو، چې د کرپټو کرنسۍ تجارت یې کاوه

د نړۍ په کچه مشهور موږک، چې د کرپټو کرنسیو یا ډیجیټل اسعارو تجارت یې …