کورپاڼه / جالب / د راشد خان جالبه ویډیو او پېښې
راشد خان

د راشد خان جالبه ویډیو او پېښې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان په ټولنیزو رسنیو کې یوه جالبه ویډیو خپره کړې ده، چې هغه پکې د بېلا بېلو ایموجي یا شکلونو پېښې کوي.

راشد خان چې تېره ورځ له متحده عربي اماراتو څخه اسټرالیا ته لاړ، هلته به د اوس لپاره کرنټین وي چې د کرنټین ختمېدو وروسته به د خپلې لوبډلې اډیلیډ سټرایکرز سره یو ځای شي.

نوموړې دا ویډیو ۹ ساعته مخکې په خپل انسټاګرام اکاونټ کې خپره کړې ده، چې په ویډیو کې بېلا بېل ایموجي لیدل کېږي او راشد خان هم د ایموجي په څېر شکلونه جوړوي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Rashid Khan (@rashid.khan19)


د هغه په دې ویډیو باندې ډېری کسانو کمنټونه هم کړي دي او ځینو کسانو ورته بیا لیکلي دي، چې هغوی پوهېږي چې څومره په تنګ شوی دی، ښايي مطلب یې د کرنټین څخه وي.

راشد خان له دې ویډیو سره خپلو مینه والو ته دا هم لیکلي دي، چې تاسې هم خپل جالب ایموجي راسره شریک کړئ. دا ویډیو تراوسه پورې له ۸۸ زرو څخه زیاتو کسانو خوښه کړې ده.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …