کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ویسټ انډیز د سریلانکا لوبډلې ۱۶۲ منډې باقي دی

ویسټ انډیز د سریلانکا لوبډلې ۱۶۲ منډې باقي دی

د سریلانکا او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو د لومړۍ لوبې دریمه ورځ هم پای ته ورسېده او ویسټ انډیز ۱۶۲ منډې باقی دی.

دغه ټیسټ لوبه د ویسټ انډیز په کوربتوب په ګاللي کې ترسره کېږي، چې د لوبې په پیل کې سریلانکا پچه وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

سریلانکا لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۱۳۳.۵ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۳۸۶ منډې یې جوړې کړې. چې له ډلې یې لوبډلمشر دیموت کرونارتني ۱۴۷، پاتوم نېسانکا ۵۶، دننجایا ډي سلوا په ۶۱ او دینش چندیمال ۴۵ منډې جوړې کړې.

د ویست انډیز لپاره روسټن چیس غوره توپ اچونه وکړه، هغه پنځه ویکټې ترلاسه کړې، دغه راز جومیل واریکان درې او شانون ګبریل دوه ویکټې ترلاسه کړه.

ویسټ انډیز لوبډلې په د دریمې ورځې تر پای ته رسېدو پورې نهه لوبغاړي له لاسه ورکړي، ۲۲۴ منډې یې جوړې کړي او ۱۶۲ منډې لاهم باقې ده.

د ویسټ انډیز په توپ وهنه کې کریګ بریتویټ ۴۱، کایلي مایریس ۴۵، جیسن هولډر ۳۶ او رحکیم کورنوال ۳۹ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د سریلانکا لپاره پروین جایاویکرامه او رامیش منډیس درې، دننجایا ډي سلوا، سرنګا لکمل او لاست ایبولدینا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …