کورپاڼه / تجارتي ليګونه / متحده عربي اماراتو شل اوریزه لیګ پیلوي

متحده عربي اماراتو شل اوریزه لیګ پیلوي

د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ غواړي چې شل اوریزه کرکټ لیګ پیل کړي. دا لیګ چې ښایي د راتلونکې کال د فبرورۍ او مارچ په میاشتو کې ترسره شي، خو لا یې هم دقیق معلومات نه دي خپاره شي.

د دې لیګ د پیلېدو لپاره په ۲۰۱۸ کال هم هڅه وشوه، خو هغه وخت چا زړه ښه نه کړ، چې په یاد لیګ کې پانګونه وکړي او لوبډلې وپېري.

خو اوس ویل کېږي چې د هند غوره لیګ د کلکته نایټ رایډرز او ممبۍ انډینز لوبډلو مالکانو شاه رخ خان او نیتا امباني په یاد لیګ کې لوبډلې اخیستي دي او ترڅنګ یې د مشهور فوټبال کلب مانچیسټر یونایټیډ ملکې کورنۍ ګلیزر هم په دې لیګ کې لوبډله اخیستې.

که څه هم په رسمي بڼه په دې اړه څه نه دي ویل شوي، خو راپورونه وایي چې ډېر ژر به په رسمي توګه اعلان وشي او د پاتې درېیو لوبډلو مالکان به هم څرګند شي.

یاده دې وي چې د چینای سوپر کینګز مالکانو هم په دې لیګ کې د لوبډلې اخیستلو ته زړه ښه کړی و، خو و یې نشو کولی چې لوبډله پکې واخلي.

دا هم ولولئ

شان ټیټ هم د افغان لوبډلې د روزنې دنده پرېښوده

د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچونکې روزونکي شان ټیټ له خپلې دندې استعفاء …