کورپاڼه / خپلواک / د کرکټ بورډ پخوانى چيرمېن عزيزالله فضلي هم لايف راځي
عزيزالله فضلي

د کرکټ بورډ پخوانى چيرمېن عزيزالله فضلي هم لايف راځي

خپلواک وېبپاڼه (١٢ دسمبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى چيرمېن عزيزالله فضلي هم غواړي چې نن د شپې په خپله فېسبوکپاڼه په ژوندۍ بڼه راشي او تر نړيوال جام مخکې په تغير او تبديل، په نړيوال جام کې څه وشو او ځينې نورو مسايلو باندې خبرې وکړي.

تېره شپه د افغانستان ملي لوبډلې پخوانى مدير شېر اغا همکار په يوه لايف ويډيو کې د کرکټ د ټولو بدبختيو لامل عزيزالله فضلي ګڼلى و او ويلي يې و، چې تر څو يې کرکټ بېرته پخواني حالت ته نه وي راوستى، تر هغې پورې به مبارزه کوي.

د نړيوال جام نه مخکې، عزيزالله فضلي چې هغه مهال د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس و، اصغر افغان له لوبډلمشرۍ ليرې کړ او د هغه پر ځاى يې ګلبدين نايب لوبډلمشر وټاکه.

د عزيزالله فضلي له دغه پرېکړې سره محمد نبي او راشد خان مخالفت ښکاره کړ او په ټويټر کې يې په دې اړه ټويټونه هم وکړل، چې هغه مهال په کرکټ کې ناندرۍ راپورته شوې او هماغه ناندرۍ لامل شوې چې افغانستان په نړيوال جام کې يوه لوبه هم ونه ګټله او ولس بيا اصغر افغان، محمد نبي او راشد خان په خيانت تورن کړل.

خو تېره ورځ ګلبدين نايب په خپله لايف ويډيو کې د نړيوال جام کيسې وکړې او وې ويل چې اصغر افغان خاين دى او هغه بايد محاکمه شي. هغه وويل چې اصغر افغان، محمد نبي او راشد خان د افغانستان په نوم او بېرغ رشخند وهلى دى او په نړيوال جام کې يې قصداً سمې لوبې نه کولې او په ده پورې به يې خندل، چې اوس ته کپتان يې، هر څه کوه.

عزيزالله فضلي پوسټ

خو تازه د کرکټ بورډ پخواني چيرمېن عزيزالله فضلي په خپله فېسبوکپاڼه پوسټ کړى دى او ويلي يې دي چې د شپې ١٠ بجې به لايف يا په ژوندۍ بڼه راځي او ټول حقيقتونه به سپين سپين ملت ته ووايي.

هغه وايي، چې تر دې مخکې يې ځکه نه غوښتل چې حقايق خلکو ته ووايي، چې دا به په نړيواله کچه د افغانستان د بدنامۍ سبب وګرځي او دغه ملي اداره به بدنامه شي، خو وايي چې اوس يو ځل بيا د کرکټ مافيا هڅه کوي ولس ته خپل ځانونه سپين ښکاره کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …