کورپاڼه / کرکټ / سوریا کمار یادیو د لوکېش راهول ځایناستی وټاکل شو

سوریا کمار یادیو د لوکېش راهول ځایناستی وټاکل شو

د هند کرکټ لوبډلې پیلیز توپ وهونکی لوکېش راهول د کیڼې پښې د عضلاتو د فشار له امله د نیوزیلېنډ خلاف د دوه ټیسټ لوبو له لړۍ څخه بهر شو.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، لوکېش راهول له په راتلونکې میاشت کې د سویلي افریقا پر وړاندې لوبلړۍ لپاره به د کرکټ ملي اکاډمۍ کې ځان چمتو کړي.

راپور زیاتوي چې د هند کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د لوکېش راهول پرځای سوریا کمار یادیو د هغه ځایناستی وټاکه او د هغه پرځای به د نیوزیلېنډ پر وړاندې د دوه ټیسټ لوبو په لړۍ کې ولوبېږي.

د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه بخ د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۲۵مه په کانپور کې او دویمه ټیسټ لوبه به د دسمبر په ۳مه نیټه په ممبۍ کې ترسره شي. یاده دې وي چې ویرات کوهلي به په دویمه لوبه کې ولوبېږي.

د هند ټیسټ لوبډله: اجینکیا رهاني (لوبډلمشر)، میانک اګروال، چتیشور پوجارا (مرستیال لوبډلمشر)، شوبمن ګیل، شریاس آییر، سوریا کمار یادیو، ریدیمان ساها (ویکټ ساتونکی)، کی ایس بهارت (ویکټ ساتونکی)، رویندرا جدیجا، رویچندران اشوین، اکشر پټیل، جیانت یادیو، ایشانت شرما، اومیش یادیو، محمد سراج، پرسید کرشنا

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …