کورپاڼه / کرکټ / هند پر خپلو لوبغاړو د حرامې غوښې بندیز ولګاوه

هند پر خپلو لوبغاړو د حرامې غوښې بندیز ولګاوه

په شل اوریز نړیوال جام کې د هند لوبډلې له وروستیو ماتې وروسته څرګنده شوه چې پر لوبغاړو یې د خوړو محدودیتونه سخت شوي دي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، په نړیوال جام كې د خرابې كاركردګۍ نه وروستو د هندپ لوبغاړو لپاره د غذایي رژیم پلان جوړ شوی، چې په هغې کې د لوبغاړو د روغ او تندرست ساتلو لپاره د خنزير او خوسکي غوښې په خوړلو بنديز لګولې شوې.

بل لوري راپورونه وایي چې که چېرته هندي لوبغاړي د غوښې خوراک ته لېواله وي، نو هغوی به یوازې د هغې غوښې د خوړلو اجازه ولري، چې پر هغی د حلال سرټیفایډ شتون ولري.

د یادونې وړ ده چې هند لوبډله له ۲۰۰۷ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې په نړیوال شل اوریز جام کې له نیمه پایلوبې څخه پاتې کېږي.

په راپور کې ادعا شوې ده چې هند کرکټ نه غواړي چې د لوبغاړو د فټنس په اړه کوم جوړ جاړی وکړي، همدا لامل دی چې نوی عذایي رژیم یې ورته چمتو کړی او لوبغاړو په خوراک یې بندیز پورې کړی.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …