کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ټي ټین یوولسمه لوبه دکن ګلیډیټرز لوبډلې وګټله

د ټي ټین یوولسمه لوبه دکن ګلیډیټرز لوبډلې وګټله

د ټي ټین په یوولسمه لوبه کې هیڅ افغان لوبغاړي ته چانس ور نه کړل شو او لوبه د دکن ګلیډیټرز لوبډلې وګټله.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۱۱مه لوبه د نارترن واریرز او دکن ګلیډیټرز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې د دکن ګلیډیټرز د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

نارترن واریرز لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو ۷۰ منډې وکړې، چې له ډلې یې سمېت پټېل ۲۱ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د دکن ګلیډیټرز لخوا ونېندو هسرنګا دوه، وهاب ریاض، اودین سمیت، ټایمل میلز یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دکن ګلیډیټرز لوبډلې د ۷۱ منډو هدف د څلور لوبغاړي په سوځېدو په اتم اور کې ترلاسه کړ او دکن ګلیډیټرز لوبډلې ته یې په شپږ ویکټو ماتې ورکړه.

د دکن ګلیډیټرز لپاره ټام مورس ۲۱ او ډیویډ ویسا ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې، د دکن ګلیډیټرز لخوا جوش لیټل، عمران طاهر، سمېت پټېل او ابهیمانو متن یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …