کورپاڼه / کرکټ / د بنګله دېش کرکټ بورډ بالاخره په حرکت راغی

د بنګله دېش کرکټ بورډ بالاخره په حرکت راغی

په نړیوال شل اوریز جام کې د بنګله دېش لوبډلې له خرابې کارکردګۍ او د پاکستان پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ له بایللو وروسته د بنګله دېش کرکټ بورډ په حرکت راغلی.

د ځايي رسنیو پر وینا، د بنګله دېش کرکټ بورډ د لوبډلې جوړښت په بدلون غور پیل کړی، چې له مخې یې د بنګله دیش پریمیر لیګ په پلی الیون کې د بهرنیو لوبغاړو د شمېر په کمولو غور کوي.

ځايي رسنۍ وايي چې ښايي څلور بهرني لوبغاړي د بنګله دېش په لیګ کې د لوبې په یوولس کسیزه لوبډله کې برخه ولري خو احتمال شته چې له دې هم کم شي.

بنګله دیشۍ رسنۍ وايي، چې د بهرنیو لوبغاړو د کمولو موخه یې خپلو لوبغاړو ته د زیاتو فرصتونو ورکول دي.

د دې تر څنګ دا هم ویل کیږي چې په بنګله دیش کې د سپنرانو لپاره د مناسبو پیچونو له منځه وړلو سره د معیاري پیچونو جوړولو پلان لري.

دا هم ولولئ

کیچ اخیستل یا نېول داسې وي؛ جیک فریسر نړۍ حیرانه کړه+ویډیو

په بیګ باش لیګ کې د میلبورن رینګیډز، یعنې د محمد نبي او ظاهر خان …