کورپاڼه / خبرونه / رحمن الله ګربز: د میرویس اشرف ګمارل نیک اقدام دی
میرویس اشرف

رحمن الله ګربز: د میرویس اشرف ګمارل نیک اقدام دی

د ملي لوبډلې ځوان او تاند توپ وهونکي رحمن الله ګربز، چې اوسمهال د ابوظهبۍ په لس اوریزه لیګ کې لوبېږي، د کرکټ بورډ د رییس په توګه د میرویس اشرف ګمارل یې نیک اقدام ګڼلی.

رحمن الله ګربز د کرکټ بورډ د رییس په توګه د میرویس اشرف د ګمارنې په اړه پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي:((د افغانستان د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ د مشر په توګه د افغانستان د ملي ټيم د پخواني لوبغاړي میرویس اشرف ګمارل نیک اقدام دی.))

ګربز لیکلي:((میرویس اشرف په خپله لوبغاړی و او د افغانستان د کرکټ ټولې ستونزې او تر ‌‌‌‌‌‌ډېرې اندازې د حل لارې ورمعلومې دي.))

ګربز میرویس اشرف ته د کرکټ بورډ د رییس په توګه مبارکي ورکړې او هیله یې څرګنده کړې چې په بورډ او اداره کې مثبت او رغوونکي اصلاحات راشي.

د یادولو وړ ده چې د میرویس اشرف په ټاکنه د مخکیني عمومي رییس عزیزالله فضلي له خوا ځینې ستونزې هم راولاړې شوې وې، خو وروسته بیا دا هر څه حل شول او میرویس اشرف په رسمي ډول د افغانستان کرکټ بورډ ته د عمومي رییس په توګه ورمعرفي شو.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …