کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ټي ټین دیارلسمه لوبه بنګله ټایګرز لوبډلې وګټله

د ټي ټین دیارلسمه لوبه بنګله ټایګرز لوبډلې وګټله

د ټي ټین په دولسمه لوبه کې درې افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، چې حضرت الله ځاځي په ۹ توپونو ۳۴، سمیع الله شینواري په ۱۴ توپونو ۴۰ منډې وکړې او کریم جنت دوه اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او لوبه د بنګله ټایګرز لوبډلې وګټله.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۱۱مه لوبه د چینای بریویس او بنګله ټایګرز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې د بنګله ټایګرز د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

چینای بریویس لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو ۹۰ منډې وکړې، چې له ډلې یې انجیلو پریرا ۲۶ او سمیع الله شینواري ۲۰ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د بنګله ټایګرز لخوا بیني هاول دوه، لوک ووډ، جیمس فولکنیر او ایسرو اوډانا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د بنګله ټایګرز لوبډلې د ۹۰ منډو هدف د یو لوبغاړي په سوځېدو په ۴.۲ اورونو کې ترلاسه کړ او چینای بریویس لوبډلې ته یې په نهو ویکټو ستره ماتې ورکړه.

د بنګله ټایګرز لپاره جوهانس چارلیس ۳۶ او حضرت الله ځاځي ۳۴ ناسوځېدلې منډې وکړې، د چینای بریویس لخوا مارک دیل یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …