کورپاڼه / سياست او روانې چارې / سعودي عربستان ښځو ته د فوټبال کولو اجازه ورکړه

سعودي عربستان ښځو ته د فوټبال کولو اجازه ورکړه

سعودي عربستان په نړیوالو سیالیو کې د برخه اخیستلو په ګډون په کور دننه د سپورټ د ودې لپاره د ښځو فوټبال لوبډلې د جوړولو بهیر پیل کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، سعودي عربستان په لومړي پړاو کې د ښځینه فوټبالرانو ۱۶ لوبډلې جوړې کړي، چې د ښځو فوټبال په سیمه ییزه سیالیو کې به برخه اخلي. دغه لوبډلې به په جده او دمام کې کيدونکي ټورنمنټ کې برخه اخلي

په سعودي عربستان کې ډیرې میرمنې خوښې دي چې د فوټبال لوبغاړو ته اجازه ورکړل شوې او په لیوالتیا سره تمرین کوي. په دوی کې د فرح جعفري په نوم یوه ښځینه لوبغاړې هم ده، هغې هیله څرګنده کړې، چې اوس به د فیفا په نړیوال جام کې د خپل هېواد استازیتوب کوي.

هغې ويلي:((په دې سفر کې له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره مخ شوې یم. د بنديز له امله مې کورنۍ او خپلوانو د فوټبال مخالفت وکړ او ټولنې هم نه منله، خو له دې ټولو ستونزو او مشکلاتو سره-سره د ملګرو او کورنۍ له خوا وهڅول شوم او تر دې ځایه راورسېدم))

د سعودي د سپورټ وزارت د معلوماتو له مخې، فرح جعفري د نړیوال جام لپاره د ټاکل شویو ۳۰ لوبغاړو له ډلې څخه ده. بل لوري ته چارواکو تر اوسه د سعودي ښځو لپاره د سپورت لباس په اړه بندیز هم نه دی پورې کړی، په داسې حال کې چې په تیرو وختونو کې د سعودي مذهبي پولیسو لخوا د بشپړ (لباس) لارښوونه ورته شوې وه.

دا هم ولولئ

سپنتا د جمهوري نظام د ړنګېدو پړه د اشرف غني پر ټیم او خلیلزاد واچوله

د افغانستان ملي امنيت پخواني سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا هم د پخواني ولسمشر اشرف …