کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې حیرانوونکې حرکتونه یې کول له دماغو یې مړه شوې حشره ایستل شوې

هغه شخص چې حیرانوونکې حرکتونه یې کول له دماغو یې مړه شوې حشره ایستل شوې

په امریکا کې د هغو شخص له مغزو مړ چینجی ایستل شوی، چې د شپې پرمهال یې حیرانوونکې حرکتونه کول. دا شخص اته دیرش کاله عمر لري او د میساچوسټس ایالت د بوسټن ښار اوسیدونکی دی.

راپور زیاتوي، چې دا شخص د شپې پرمهال راته پورته شوی و او ډېرې دردناکې چغې یې وهلې وې، چې بیا یې میرمن روغتون ته یوړ او هلته ډاکترانو یې له دماغو یو وېرونکی چیز راوویست.

په یوه ځایي روغتون کې د هغه د مغز سکین (سکیننګ الکترون مایکروګراف) په ډاګه کړه، چې د هغه په ​​مغزو کې یوه مړه حشره شتون لري، چې ډاکټرانو ورته وویل چې دا حشره له ډېر وخت راهیسې یې په دماغو کې وه.

راپور زیاتوي، کله چې دغه شخص د شپې پرمهال چغې وهلې او حیرانوونکې حرکتونه یې کول، نو کورنۍ فکر وکړ چې جادو پرې شوی، چې بیا جادوګر ته هم وړل شوی و، خو ګټه یې نه وه کړې.

خو وروسته معلومه شوه، چې ناڅاپي لړزېږي، حیرانوونکې حرکتونه کوي او چټیاټ وایي، چې بیا پولیسو ته خبر ورکړل شو، چې هغوی بیا د بوسټن عمومي روغتون ته یوړ.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …