کورپاڼه / خبرونه / فضل حق فاروقي: دهوني راسره ژمنه کړې چې ای پي ایل کې به مې اخلي
فضل حق فاروقي او دهوني

فضل حق فاروقي: دهوني راسره ژمنه کړې چې ای پي ایل کې به مې اخلي

د افغانستان کرکټ نوی ستوری فضل حق فاروقي، چې په ټي ټین لیګ (لس اوریزه لیګ) کې یې ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړې ده، وايي چې دهوني (مهیندر سینګ دهوني) ورسره ژمنه کړې ده، چې په ای پي ایل کې به یې اخلي.

نوموړي چې د امریکا غږ راډیو د خبریال جعفر هاند سره مرکه کوله، په خپلو خبرو کې یې وویل، چې په ای پي ایل کې اخیستو ته هیله من دی او د دهوني له ژمنې سره ورته پنځوس سلنه هیله پېدا شوې ده.

نوموړي تر دې مخکې هم په ای پي ایل کې د پنجاب کنګز او چینای سوپر کنګز لوبډلو سره د نټ توپ اچونکي په توګه پاتې شوی دی او له دې امله هم د هغه د کومې لوبډلې له خوا د اخیستو چانسونه پېدا شوي دي، چې ښايي راتلونکي کال کې یې کومه لوبډله واخلي.

فضل حق فاروقي د ټي ټين لیګ په اړه وویل، چې ډېر خوشحاله دی چې په دومره ستر لیګ کې لوبېږي او د هرې لوبې څخه ډېره تجربه ترلاسه کوي.

هغه دا هم وویل چې په لوبډله کې ورسره د انګلستان کرکټر عادل رشید دی او هره ورځ کوشش کوي، چې یو یو د پښتو نوې کلمه زده کړي.

د فضل حق فاروقي د لوبې ستاینه ډېرو مشهورو کرکټرانو هم کړې ده، نوموړی په ټي ټین لیګ کې د ډیلي بولز لوبډلې سره لوبېږي، چې په ۳ لوبو کې یې ۲ لوبغاړي سوځولي دي.

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …