کورپاڼه / هنر او کلتور / نوازالدین صدیقي خپل ځان په ریښتیني ژوند کې بې زړه او ډارن بولي

نوازالدین صدیقي خپل ځان په ریښتیني ژوند کې بې زړه او ډارن بولي

هندي اداکار نوازالدین صدیقي، چې د ۲۰۲۱ کال نړیوالو ایمي جایزو ته د غوره اداکار په توګه نومول شوی و، خپل ځان په ریښتیني ژوند کې بې زړه او ډارن بولي.

نوازالدین صدیقي یوې هندۍ ویبپاڼې ته په یوه مرکه کې ویلي چې، د هغه کار هغه ژوندی ساتلی او د اداکارۍ لپاره پیدا شوی، په دې لار کې یې ډېرې ستونزې او تکلیفونه لېدلي، خو په شا شوی نه دی.

نوازالدین صدیقي وايي، هغه د اداکار کېدو او له مالي ستونزو څخه د خلاصون لپاره یې ډېر کوچني رولونه او عجیب-عجیب کارونه وکړل، اوس چې دومره لوی اداکار دی نو باور یې هم نه راځي، چې هغه دې دومره لوی اداکار وي چې د ایمي جایزو ته نومول شوی دی.

نوازالدین صدیقي زیاته کړې، چې اوس داسې احساس کوي چې اداکارۍ، شوټینګ او کیریر یې ژوندي ساتلي دی او د همدې کار لپاره پیدا شوي دي.

هغه دغه راز وایي، چې له رښتیني ژوند څخه تښتي او د اداکار په توګه د خپل رول له لارې ډیر څه ویلی شي خو په حقیقت کې یې رښتیا ووایي نو ډېر څه به واقع شي.

دا هم ولولئ

عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه بخښنه غوښتې

د بالیووډ مسټر پرفیکشنیسټ عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه …