کورپاڼه / کرکټ / د دوبۍ کرکټ کونسل: موږ د هند او پاکستان لوبلړۍ کوربتوب کولی شو

د دوبۍ کرکټ کونسل: موږ د هند او پاکستان لوبلړۍ کوربتوب کولی شو

د متحده عربي اماراتو د دوبۍ کرکټ کونسل مشر عبدالرحمان فلک ناز په متحده عرب اماراتو کې د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ پخپل کوربتوب د لوبلړۍ وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې د هند او پاکستان ترمنځ د سیالیو ترسره کول به غوره ګام وي.

د متحده عربي اماراتو (یو ای اي) رسنیو له مخې، د دوبۍ کرکټ کونسل مشر عبدالرحمان فلک ناز د هند او پاکستان ترمېنځه د کرکټ لوبلړۍ لپاره د متحده عربي اماراتو لوبغالي وړانديز کړی دی.

هغه ویلي چې د هند او پاکستان لوبډلې له څو كلونو راهسې په شارجه كې لوبې كوي، نو په همدې اساس يو ځل بيا د هند او پاکستان كركټ لوبلړۍ په شارجه كې ترسره كولې شي.

عبدالرحمن فلک ناز وویل، کرکټ خلک سره نږدې کوي. که موږ هند وهڅوو چې په کال کې یو یا دوه ځله له پاکستان سره لوبې وکړي، دا به د کرکټ او مینه والو لپاره ښه وي.

د یادونې وړ ده چې هند او پاکستان له ۲۰۱۲ راهیسې خپلمنځي لوبلړۍ نه ده ترسره کړې او د کرکټ نړیوالې شورا هم ویلي چې موږ په دې برخه کې هیڅ نشو کولی.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …