کورپاڼه / کرکټ / شعیب اختر: بنګله دېش باید د کرکټ سیستم بدل کړي

شعیب اختر: بنګله دېش باید د کرکټ سیستم بدل کړي

د پاکستان پخواني چټک توپ اچونکي شعیب اختر ویلي، که بنګله دېش غواړي په کرکټ کې پرمختګ وکړي، نو باید د خپل کرکټ سیستم بدل کړي.

شعیب اختر د بنګله دېش په اړه ویلي، چې دوی یو ښه ملت او خلک دي. هغه ویلي، زه د بنګله دیش له خلکو سره مینه لرم او خیال یې هم ساتم او هرکله چې له هغوی سره وینم نو وخت ورکوم.

شعیب اختر د بنګله دېش په ماتې خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې بنګله دېش په لوبلړۍ کې ستره ماتې وخوړه او هغه هم پخپل کوربتوب، نو که بنګله دېش غواړي چې خپل کرکټ ته پرمختګ ورکړي، نو باید خپل ویشتنځایونه او د کرکټ جوړښت بدل کړي.

هغه زیاته کړې، د کرکټ نړۍ بنګله دېش ته سخته اړتیا لري. دوی باید له نړیوال جام نه و بهر شوي. شعیب اختر ویلي، په خواشینۍ سره چې بنګله دېش له نړیوال جام بهر شو او له پاکستان یې هم ۳-۰ ماتې وخوړه.

د يادونې وړ ده، چې پاکستان په وروستۍ شل اوريزه لوبه کې بنګله دېش ته له يوې په زړه پورې لوبې وروسته ماتې ورکړه او سياله لوبډله یې وايټ واش کړ.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …