کورپاڼه / اسعار / امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې تر آسمان پورته شول

امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې تر آسمان پورته شول

امریکایي ډالر، چې له څو ورځو راهیسې یې نرخ ثابت پاتې شوی و، اوس بیا مخ په بره روان دي او په نرخ کې یې ډېروالی راځي، نن یې ټول ریکارډونه مات کړل او ښایي نور هم ګران شي.

پرون سهار د سرای شهزاده د فیسبوکپاڼه پر اساس یو امریکایي ډالر په ۹۴.۶۰ افغانیو و، چې بیا د ورځې په جریان کې نور هم پورته شول او اوس دا دی په ۹۶ افغانیو دي، چې په دې سره یې د پورته تګ ریکارډ هم مات کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د نوي حکومت له رامنځته را وروسته د امریکایي ډالرو په نرخ کې ډېروالی راروان دی او ورځ تر بلې آسمان ته پورته کېږي.

څو ورځې وړاندې په همدې موخه د افغانستان مرکزي بانک لس میلونه ډالر لیلام ته هم وړاندې کړل، ترڅو د افغانیو نرخ ثابت وساتي، خو اوس له دوو ورځو وروسته بیا مخ په بره روان دي.

بل لوري امریکا د افغانستان د نهه میلیارده ډالرو په ارزښت شتمني لا هم ګنګل ساتلې ده او په نږدې راتلونکې یې د آزادېدو اراده هم نلري.

دا هم ولولئ

افغانۍ او بهرني اسعار

۱۴ قوس ۱۴۰۰ کال: د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو تازه نرخونه

امریکایي ډالر، چې یوه ورځ وړاندې په ۹۶.۳۰ افغانیو باندې تبادله کېدل، نن یې په …