کورپاڼه / هنر او کلتور / کترینه کیف د لنډ وخت لپاره له بالیووډ څخه رخصت واخیست

کترینه کیف د لنډ وخت لپاره له بالیووډ څخه رخصت واخیست

د بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف د خپل واده په تیاریو کې د مصروفیت له امله له بالیووډ سره په موقتي توګه مخه ښه کړه.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، کترینه کیف له فلمي صنعت څخه لنډ وخت لپاره رخصتي اخیستې، ځکه چې هغه دا مهال د ویکي کوشل له کورنۍ سره د خپل واده په تیاریو بوخته ده.

د تازه راپورونو له مخې، دا فلمي جوړه به راتلونکې میاشت په راجستان کې واده وکړي. د رسنیو د راپورونو له مخې، کترینه کیف د دې لپاره، چې د واده هره شیبه یې یادګاري پاتې شي، له بالیووډ څخه د څه مودې لپاره رخصتي اخیستې او ټول تمرکز یې د واده په چمتووالي دی.

هندي رسنۍ وايي، کترینه کیف دا مهال د ویکي کوشال د ورور اداکار سني کوشل او مور سره د واده په تیاریو بوخته ده، خو ویکي کوشل بیا پخپلو پروژو کار کوي او د هغه د مصروفیت له امله یې کورنۍ د واده ټولو ترتیباتو ته پام کوي.

د یادونې وړ ده چې کترینه کیف او ویکي کوشل به د راتلونکې دسمبر په لومړۍ اوونۍ کې په راجستان کې واده وکړي.

دا هم ولولئ

نصیرالدین شاه: عرفان خان له مړینې دوه کاله وړاندې پوهېده چې مړ کېږي

د بالیووډ مخکښ اداکار نصیرالدین شاه ویلي دي، چې مرحوم اداکار عرفان خان له خپلې …