کورپاڼه / خبرونه / راشد لطیف: د افغانستان کرکټ په خوندي لاسونو کې دی
راشد لطیف او میرویس اشرف

راشد لطیف: د افغانستان کرکټ په خوندي لاسونو کې دی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان، توپوهونکي او ویکټ ساتونکي راشد لطیف هم د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي میرویس اشرف د عمومي رییس په ټاکل کېدو هغه ته مبارکي ورکړې ده.

راشد لطیف په خپل یو ټویټ کې د میرویس اشرف یو عکس خپور کړی دی او لیکلي یې دي، چې د افغانستان کرکټ په خوندي لاسونو کې دی او همدا راز میرویس اشرف ته یې د نېکو هیلو څرګندونه هم کړې ده.


راشد لطیف د پاکستان مشهور کرکټر پاتې شوی دی، همدا راز اوس نوموړی د پاکستان سوپر لیګ د بورډ غړی دی او همدا د پاکستان سوپر لیګ کې بیا د کراچۍ کنګز لوبډلې ډایریکټر هم دی.

نوموړی همدا راز د افغان لوبډلې سره هم د توپوهنې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده او له افغان لوبغاړو سره له نږدې څخه پېژني هم.

د یادولو وړ ده چې په لومړي ځل په افغانستان کې یو مخکینی لوبغاړی د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل شوی دی، د میرویس اشرف په رییس ټاکل کېدو د لوبغاړو ترڅنګ د کرکټ مینه والو هم ډېره خوښي ښکاره کړې ده.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …