کورپاڼه / روغتيا / د ژمي په موسم کې د نارنج له ګټو خبر یاست؟

د ژمي په موسم کې د نارنج له ګټو خبر یاست؟

د ژمي موسم له ځان سره ډول ډول ډالۍ راوړي، چې په دې ډالیو کې نارنج، مالټې، لېمو او نورې میوې هم شاملې. دا مېوې په ویټامین سي بډایه دي چې د بدن لپاره خورا مهم ویټامین ګڼل کیږي. ویټامین سي نه یوازې نه یوازې په سړه هوا کې له زکام او فلو څخه مخنیوی کوی، بلکې په عمومي روغتیا هم ګټورې اغیزې لري.

ویټامین سي د معافیت سیسټم په پیاوړتیا کې هم مهم رول لوبوي. یوازې یو نارنج هم د بدن د ویټامین سي اړتیا پوره کوي. دا ویټامین په بدن کې د انټي اکسیډنټ په توګه کار کوي او د آزاد رادیکالونو او ډېرو جدي ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

نارنج د شکر ناروغۍ لپاره ګټور ګڼل کیږي ځکه چې په زیاته اندازه فایبر لري، چې د وینې د شکر کچه برابره ساتي. نو ویلی شو نارنج د شکرې ناروغانو لپاره غوره انتخاب دی.

دغه راز د زړه ناروغیو لپاره هم خورا ګټور وي، نارنج پخپل جوړښت کې داسې مواد لري چې د وینې کولیسټرول په اعتدال کې ساتي. خو باید وویل شي چې د کولیسټرول لوړوالی د زړه د ناروغیو لوی لامل کېږي.

ویټامین سي د پوستکي لپاره یو هم ګټور ویټامین دي او په نارنج کې بیټا کیروټین شتون د پوستکي ګونځي له منځه وړي. همدا راز په نارنج کې موجود فولیک اسید او فولیټ د مغزو په وده او فعالیت کې مهم رول لوبوي او د امیندواره میرمنو لپاره هم خورا ګټور وي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …