کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ۱۵م پړاو آی پي اېل سیالیو نېټه په ډاګه شوه

د ۱۵م پړاو آی پي اېل سیالیو نېټه په ډاګه شوه

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۲ کال د هند غوره لیګ (ای پي اېل) سیالۍ به د اپریل په ۲مه نېټه پیل شي، خو تر اوسه پورې د دې سیالیو نهایي مهالویش نه دی اعلان شوی.

د راپورونو له مخې، دا سیالۍ به دننه په هند کې ترسره شي، چې لومړۍ لوبه به یې په چینای کې ترسره شي. که څه هم مخکې مو یادونه وکړه چې د دې سیالیو مهالویش نه دی اعلان شوی، خو داسې معلومېږي چې لومړۍ لوبه به د چینای سوپر کینګز لوبډلې وي.

د هند کرکټ بورډ سکرتر جای شاه هم ویلي دي، چې د ۱۵م پړاو آی پي اېل سيالۍ به له تیرو پړاونو په یو څه توپېر او په زړه پورې ډول ترسره شي او دوه نوي لوبډلې هم ور اضافه شوي دي.

لکه څنګه چې ۱۵م پړاو ای پي ایل سيالیو ته دوه نوې لوبډلې اضافه شوي، نو د لوبو شمېر یې هم ۷۴ ته پورته شوی، چې د لس لوبډلو ترمنځ به ترشره شي.

د معلوماتو له مخې، د راتلوونکي آی پي اېل سيالۍ به ټولټال ۶۰ ورځې دوام ولر او پایلوبه به یې د جون په څلورمه او یا هم په پنځمه نېټه ترسره شي.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …