کورپاڼه / کرکټ / د نړیوالو شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې بدلونونه راغلي

د نړیوالو شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې بدلونونه راغلي

د پاکستان ویکټ ساتونکی محمد رضوان او د هند لوبډلې پیلیز توپ وهونکی لوکېش راهول د نړیوالو شل اوریزو لوبو په تازه درجه بندۍ کې څلورم او پنځم مقامونه نېولي او ویرات کوهلي بیا له لسو غوره توپ وهونکو په نوملړ کې نشته.

محمد رضوان د بنګله دېش پر وړاندې لوبلړۍ کې، چې پاکستان ۳-۰ وګټله، ۹۰ منډې جوړې کړې، چې له امله یې څلورم مقام خپل کړ. لوکېش راهول د نېوزیلېنډ پر وړاندې لوبلړۍ کې، چې هند ۳-۰ وګټله، په دوو لوبو کې ۸۰ منډې وکړې، چې پنځم مقام ته راغلی.

دغه راز مارټن ګوپټل، چې د هند پر وړاندې لوبلړۍ کې یې ۱۵۲ منډې وکړې، لسم مقام ته راغلی او روهیت شرما، چې ۱۵۹ منډې یې وکړې، ۱۳م مقام یې نېولی او سوریا کمار یادیو ۵۹ مقام خپل کړی.

فخر زمان بیا ۳۵م ځای ته راغلی دی او د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې میچل سانټنر د هند خلاف لوبلړۍ کې د څلورو ویکټو په اخیستو سره ۱۰ درجې پرمختګ کړی او بونیشور کمار د دریو ویکټو په اخیستو سره ۱۹م مقام ته رسیدلی دی.

په دغه نوملړ کې مهدي حسن تر ۱۲م، شرف الاسلام ۴۰م، شاداب خان ۱۴م او حسن علي ۱۶م مقام ته پورته شوي دي. د یادونې وړ ده چې دا درجه بندي به په راتلونکو وختونو کې د ځینو مهمو بدلونونو شاهده وي.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …