کورپاڼه / روغتيا / که له زکام او نزلې ځان ژغورل غواړئ، نو د ادرک او لېمو چای وڅښئ

که له زکام او نزلې ځان ژغورل غواړئ، نو د ادرک او لېمو چای وڅښئ

د ژمي موسم که له ځانه سره ډول-ډول مېوې او سبزیجات راوړي، نو له بلې خوا یو شمېر ناروغۍ هم ورسره وي، چې په هغې کې زکام او نزله یې ډېرې عامې ناروغۍ دي.

په دې موسم کې له ناروغیو د مخنیوی تر ټولو غوره لار دا ده، چې خپل لاسونه هر وخت ومینځئ، که ناروغ یاست، درملنه یې وکړئ، خو که د ستوني درد لرئ او له زکام څخه اغیزمن یاست نو په کورنیو نسخو یې هم درملنه کولی شئ.

د دې لپاره له ادرک او لېمو څخه جوړ شوي چای د ستوني درد آراموي او له زکام څخه مو ژغوري. د ادرکو چایو لپاره یوه پیاله اوبه، لږ ادرک، یو لېمو او یو کاچوغه شاتو ته اړتیا ده.

یاد توکي ټول سره ښه ګډ کړئ، بیا یې بوتل کې واچوئ او په یخچال کې یې کېږدئ او کله چې یې استعمالوئ، لږ لږ ترې را اخلئ او په ګرمو اوبو کې اچوئ او و یې کاروئ او د لېمو چای لپاره یوه پیاله اوبو، یو لېمو او یوه کاچوغه شاتو ته اړتیا وي.

د دې لپاره اوبه وایشوئ، بیا پکې شات او د لېمو اوبه واچوئ او په ورځ کې یې یو یا دوه ځلې استعمال کړئ. خو هغه څوک چې د شکر او فشار ناروغي لري، هغوی دې له ډاکټر سره مشوره وکړي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د اوږد او سالم ژوند لپاره ګټور وي

څوک دا هیله نلري چې سالم، اوږد او ښه ژوند ولري، خو په اوسني دور …