کورپاڼه / خپلواک / د حضرت الله ځاځي پنځوسيزې راج شاهي رايلز لوبډله بريالۍ کړه
حضرت الله ځاځى

د حضرت الله ځاځي پنځوسيزې راج شاهي رايلز لوبډله بريالۍ کړه

خپلواک وېبپاڼه (١٢ دسمبر ٢٠١٩): د افغانستان چټک توپوهونکي حضرت الله ځاځي نن د بنګله دېش غوره ليګ کې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې د هغه پنځوسيزې د نوموړي لوبډله راج شاهي رايلز بريالۍ کړه.

د بنګله دېش تجارتي ليګ دريمه لوبه نن د ډهاکه پلاټون او راج شاهي رايلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د دغه لوبې په پيل کې پچه راج شاهي رايلز لوبډلې وګټله او توپ اچونه يې غوره کړه.

ډهاکه پلاټون لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې انام الحق ٣٨ او جاکر علي ٢١ منډې وکړې.

د راج شاهي رايلز له لوري ابو جاوېد ٢، تېج الاسلام، فرهاد رضا، الوک کپالي او روي بوپارا ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٣٥ منډو هدف د راج شاهي رايلز لوبډلې په ١٨.٢ اورونو کې پوره او په ٩ ويکټو يې د ډهاکه پلاټون لوبډلې ته ماته ورکړه. د دوى له ډلې چټک توپوهونکي حضرت الله ځاځي په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې د ٣ شپږيزو او ٥ څلوريزو پر مټ يې په ٤٧ توپونو ٥٦ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه. همدا راز ليتون داس ٣٩ او شعېب ملک ٣٦ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د ډهاکه پلاټون له لوري مهدي حسن ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې پرون د محمد نبي په لوبډلمشرۍ رنګپور رېنجرز لوبډلې شرموونکې ماته خوړلې وه. همدا راز نن به دويمه لوبه د چټاګرام چېلنجرز او کهلنا ټايګرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …