کورپاڼه / هنر او کلتور / د کرکټ په اړه جوړ شوی د شاهد کپور د فلم ټرېلر خپور شو
شاهد کپور، جرسي

د کرکټ په اړه جوړ شوی د شاهد کپور د فلم ټرېلر خپور شو

د هندي سینما د مخکښ اداکار شاهد کپور راتلونکی فلم (جرسي) چې د کرکټ په اړه جوړ شوی دی، ټرېلر ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده.

شاهد کپور په دې فلم کې د یو داسې کرکټر کردار لوبولی دی، چې په خپل کیریر کې ناکامه شوی وي، هغه یو ډېر غریب کرکټر دی او د خپل ژوند د جوړولو لپاره هڅې کوي.

د ټریلر په یوه برخه کې یو کس شاهد کپور ته په ډیالوګ کې وايي، چې ته دومره غوره کرکټر وې، چې ستا ځای د هند کرکټ ملي لوبډله کې جوړېده، خو ته له هغه ځایه راوتښتېدې.

د (جرسي) فلم ډایریکټر ګوتم تینانري دی او دا فلم به د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په ۳۱مه نېټه په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې کېږي. په فلم کې له شاهد کپور سره مرونال ټاکر او پنکج کپور هم کار کړی دی.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کلونو کې په هند کې د کرکټ په اړه یو شمېر فلمونه جوړ شوي، چې د خلکو پام یې خپل کړی دی، یو بل فلم چې (۸۳) نومېږي او د کرکټ په نړیوال جام جوړ شوی دی، هم مینه وال یې لیدو ته ډېر په تمه دي.

دا هم ولولئ

نصیرالدین شاه: عرفان خان له مړینې دوه کاله وړاندې پوهېده چې مړ کېږي

د بالیووډ مخکښ اداکار نصیرالدین شاه ویلي دي، چې مرحوم اداکار عرفان خان له خپلې …