کورپاڼه / روغتيا / که د ممپلیو د خوراک شوق لرئ؛ نو له زیانونو یې هم خبر شئ

که د ممپلیو د خوراک شوق لرئ؛ نو له زیانونو یې هم خبر شئ

د ژمي په سړو شپو کې د مغز لرونکو میوو خوړل خپل خوند لري، خو لکه څنګه چې د هر شي ډېر خوراک زیانمن وي، همداسې د ممپلیو ډېر استعمال هم زیانمن وي، نو اړینه ده چې له زیانونو یې خبر اوسو.

د ممپلیو په خوراک سره د معدې تېزابیت پیدا کېږي، نو که چېرته د استعمال اندازه یې ډېره شي؛ د هضم ستونزې پیدا کوي او ترڅنګ یې د تنفسي ناروغیو له عواملو څخه هم دي.

هغه کسان چې د وزن له ډېرېدو څخه په وېره کې وي، هغوی دې ډېر ممپلي نه خوري، ځکه دا ډېر ژر وزن ډېروي او د میتابولیزم عملیه ورو کوي.

دغه راز امیندوارې میرمنې هم باید د ممپلیو له خوراک څخه ډډه وکړي، ځکه چې دا سپور او وچ وي چې بیا د حساسیت سبب کېږي، نو اړینه ده چې ترې ډډه وشي او ترڅنګ د وینې فشار او د زړه ناروغۍ هم رامنځته کوي.

بل لوري ته د ممپلیو خوراک د پوستکي خارښت او سپوروالی رامنځته کوي، نو هره ورځ د ممپلیو له خوراک ډډه وشي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …