کورپاڼه / روغتيا / د انارو د خوراک پرمهال باید کوم ټکي په پام کې ونېول شي؟

د انارو د خوراک پرمهال باید کوم ټکي په پام کې ونېول شي؟

که څه هم د انارو خوړل ډېرې ګټې لري، خو د خوراک پر مهال یې ځینې داسې ټکي هم باید په پام کې ونیول شي، چې په اړه یې پوهېدل او هغه له پامه غورځول زیانمن وي.

د هر ډول ناروغیو، احساسیت او انتاني د مخنیوي لپاره باید د بدن دفاعي سیستم پیاوړی وي او د دې لپاره له ویټامین سي څخه بډایه میوې کارول خورا ګټورې ثابتیږي او انار، چې د سټرس له کورنۍ څخه دی، په زیاته اندازه ویټامین سي لري.

د روغتیاپالانو په اند، د هر ډول وايروسي او انتاني ناروغیو د مخنيوي لپاره له ویټامین سي بډایه انار ګټور وي. دا ميوه د جوسو په ډول کارول کيداى شي، طبیعي خوږلت هم لري او د معافیت سیسټم، پوستکي، ویښتو، نوکانو په شمول په عمومي روغتیا باندې ښه اغیزه لري.

د کارپوهانو په وینا، د انارو جوس کولی شي د معدې زخم او تیزابیت ستونزې رامنځته کړي، د غاښونو روغتیا ته زیان ورسوي، نو هغه خلک چې کمزوري غاښونه لري، هغوی دې د انارو جوس سرع د ګازر، بادرنګو یا نورو سبزیجاتو جوس شامل کړي.

دغه راز د انارو د خوراک پرمهال د انار دننه پوستکی باید ونه خوړل شي، ځکه چې هغه ډېر تریخوالی لري او د سپوروالي په سبب د معدې فعالیت خرابوي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …