کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ویسټ انډیز په څلور ویکټو ۲۹۶ منډو ته اړتیا لري

ویسټ انډیز په څلور ویکټو ۲۹۶ منډو ته اړتیا لري

د سریلانکا او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو د لومړۍ لوبه وروستیو مرحلو ته رسېدلې. ویسټ انډیز په ۴ ویکټو ۲۹۶ منډو پوره کولو لپاره یوه ورځ له ځان سره لري.

دغه ټیسټ لوبه د ویسټ انډیز په کوربتوب په ګاللي کې ترسره کېږي، چې د لوبې په پیل کې سریلانکا پچه وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

سریلانکا لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۱۳۳.۵ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۳۸۶ منډې یې جوړې کړې. چې له ډلې یې لوبډلمشر دیموت کرونارتني ۱۴۷، پاتوم نېسانکا ۵۶، دننجایا ډي سلوا په ۶۱ او دینش چندیمال ۴۵ منډې جوړې کړې.

د ویست انډیز لپاره روسټن چیس غوره توپ اچونه وکړه، هغه پنځه ویکټې ترلاسه کړې، دغه راز جومیل واریکان درې او شانون ګبریل دوه ویکټې ترلاسه کړه.

ویسټ انډیز لوبډلې پخپله لومړۍ پاڼۍ کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړي، ۲۳۰ منډې یې جوړې کړې، چې کریګ بریتویټ ۴۱، کایلي مایریس ۴۵، جیسن هولډر ۳۶ او رحکیم کورنوال ۳۹ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د سریلانکا لپاره پروین جایاویکرامه څلور او رامیش منډیس درې، دننجایا ډي سلوا، سرنګا لکمل او لاست ایبولدینا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

سریلانکا دویمه پاڼۍ کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۱ منډې وکړې، پاڼۍ یې ډیکلیر کړه او ویسټ انډیز ته یې د ۳۴۸ منډو هدف وټاکه، چې دیموت کرونارتني ۸۳ او نجیلو میتویس ۶۹ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ویسټ انډیز لخوا جومیل واریکان او رحکیم کورنوال دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې. ویسټ انډیز په ۵۶ منډو شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړي، سبا ټوله ورځ له ځان سره لري او ۲۹۶ منډو ته اړتیا لري.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …