کورپاڼه / هنر او کلتور / د فرزانه ناز بېباکه عکس او د خلکو تبصرې

د فرزانه ناز بېباکه عکس او د خلکو تبصرې

د هېواد نامتو سندرغاړې او موډلې فرزانه ناز پر خپله فیسبوکپاڼه خپل یو داسې نوی بېباکه عکس خپور کړي، چې هغه پکې تقریباً نیمه بربنډه ده.

فرزانه ناز په دې عکس کې ډېر بېباکه جامې اغوستي، چې د جامو او سینډلو رنګ یې یو شان، یعنې ګلابی دی او شاته یې د اوبو حوض وي، په داسې حال کې چې نیمه بربنډه پکې ښکاري.

هغې له دې عکس سره لیکلي دي، چې ځینې وختونه یوازې باید خپل لمر پخپله جوړ کړې. خو د هغې دې عکس د تمې خلاف لږ لایکونه او کومنټونه اخیستي دي.

د فرزانه ناز عکس ته ځینو کسانو غبرګونونه هم ښودلي، یو کس لیکلي، کومنټونه دې لږ دي. یو بل لیکلي، لمر دې چېرته دی. بل لیکلي، بېخي د غوا په څېر شوی یې. دغه راز یو بل بیا ورته لیکلي، لږ وروسته د کومنټونو لوستلو ته راځم.

د یادولو وړ ده چې فرزانه ناز، چې څو ورځې وړاندې متحده عربي اماراتو ته په چکر تللې وه، په هند کې ژوند کوي او وخت ناوخت خپل بېباکه عکسونه پر فیسبوکپاڼه خپروي.

دا هم ولولئ

نصیرالدین شاه: عرفان خان له مړینې دوه کاله وړاندې پوهېده چې مړ کېږي

د بالیووډ مخکښ اداکار نصیرالدین شاه ویلي دي، چې مرحوم اداکار عرفان خان له خپلې …