کورپاڼه / جالب / هندي وزیر: د راجستان سړکونه باید د کترینه کیف د غمبورو په څېر جوړ شي

هندي وزیر: د راجستان سړکونه باید د کترینه کیف د غمبورو په څېر جوړ شي

د هند د راجستان ایالت وزیر راجیندر سینګ ګودا یوه ویډیو پر ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، چې په هغې کې د ښه سړکونو جوړولو لپاره د بالیووډ اداکارې کترینه کیف د غمبورو مثال ورکوي.

دا ویډیو د هندي خبري اژانس (ای این آی) لخوا خپره شوې، چې پکې راجیندر سینګ خلکو ته وین کوي، چې په ترڅ کې خلک ترې غوښتنه کوي، چې زموږ په سیمه کې دې ژر تر ژر سړکونه جوړ شي.

یاد وزیر د خلکو غوښتنې ته په اشارې سره هلته موجود د ساختماني چارو رییس انجینر ته وویل چې سړکونه باید د کترینه کیف د غمبورو په څېر برابر او ملایم جوړ کړي.

کله چې هندي وزیر دا خبره وکړه نو هلته موجودو خلکو، چې غونډه کې یې برخه اخیستې وه، خوشحاله شول او و یې خندل.

دا لومړی ځل نه دی چې د سړکونو لپاره د اداکارو د غمبورو مثال ورکول کېږي، بلکې تر دې وړاندې په ۲۰۰۵ کال کې د هند پخواني وزیر لالو پرساد یادو ویلي وو چې د بهار سړکونه باید د اداکارې هیما مالاني د غمبورو په څېر جوړ شي.

دا هم ولولئ

امریکایي میرمنې په پښه کې د مېخ په تلو لس میلونه ډالر تاوان اخیستی

د ایټالیې یوې محکمې په یاد هېواد کې د امریکایي میرمنې اپریل جونس په شکایت …