کورپاڼه / جالب / یو سړي د خپلې میرمنې لپاره د تاج محل په څېر کور جوړ کړی

یو سړي د خپلې میرمنې لپاره د تاج محل په څېر کور جوړ کړی

د هند په مدهیا پردیش ایالت کې یو خاوند د خپلې مېرمنې لپاره د تاج محل په څېر کور جوړ کړ. د هندي رسنیو په وینا، د مدهیا پردیش ایالت د برهان پور اوسېدونکی آنند پرکاش د خپلې مېرمنې منجوشا لپاره د تاج محل په څېر د څلور کوټو لرونکی کور جوړ کړی دی.

هندي رسنۍ وايي، آنند پرکاش لومړی له انجینرانو وغوښتل چې ۸۰ فټه لوړ کور جوړ کړي، خو د دومره لوړ کور د جوړولو د اجازې غوښتنه یې رد شوه.

راپور زیاتوي، چې له هغې وروسته نوموړي د تاج محل په څېر د کور جوړولو پرېکړه وکړه. دا کور د درې کلونو په موده کې جوړ شوی او انجنیرانو د تاج محل د تري ډي عکس پر بنسټ جوړ کړی دی.

د مشورتي انجینر پر وینا، دا کور په ۹۰ متر مربع کې له منارونو سره پراخوالی لري، په داسې حال کې چې بنسټیز جوړښت یې ۶۰ مربع متره دی.

سربیره پر دې، دا کور په دوو پوړونو کې څلور د خوب خونې لري، یو پخلنځی او کتابتون هم پکې شتون لري.

دا هم ولولئ

امریکایي میرمنې په پښه کې د مېخ په تلو لس میلونه ډالر تاوان اخیستی

د ایټالیې یوې محکمې په یاد هېواد کې د امریکایي میرمنې اپریل جونس په شکایت …