کورپاڼه / کرکټ / محمد حفیظ د ویسټ انډیز پر وړاندې له لوبلړۍ هم لاس په سر شو

محمد حفیظ د ویسټ انډیز پر وړاندې له لوبلړۍ هم لاس په سر شو

د پاکستان کرکټ لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمد حفیظ، چې د کرکټ په پروفیسر هم یادېږي، د ویسټ انډیز پر وړاندې له شل اوریزې لوبلړۍ هم لاس په سر شو.

د معلوماتو له مخې، ویسټ انډیز لوبډله په راتلونکې میاشت کې پاکستان ته سفر لري او هلته به له کوربه لوبډلې سره د کراچۍ په ښار کې شل اوریزه لوبلړۍ ترسره کړي.

محمد حفیظ د سریلانکا غوره لیګ کې د لوبېدو لپاره پخپل کوربتوب د ویسټ انډیز له لوبلړۍ لاس په سر شو او د دې لپاره نوموړي د پاکستان کرکټ بورډ څخه اجازه هم ترلاسه کړې ده.

بل لوري ته ویل کېږي، چې د پاکستان تجربه کاره لوبغاړی شعیب ملک، چې څو ورځې وړاندې یې د خپلې لور د روغتیا لپاره د بنګله دېش لوبلړۍ پرېښوده، هم ښایي یاده لوبلړۍ کې ونه لوبېږي.

د یادونې وړ ده چې محمد حفیظ د بنګله دېش پر وړاندې له لوبلړۍ هم لاس په سر شوی و. دواړه پاکستاني لوبغاړو له تېرو شلو کلونو راهیسې د یاد هېواد لپاره لوبېږي او ویل کېږي چې ښایي په نږدې وختونو کې تقاعد هم اعلان کړي.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …